خو آیا په تشه ویره به کار وشي؟د مشال همکار شاهین بونیري لیکنه“پښتونخوا کنسټریشن کیمپ”ما ویل زه به د شپږ کلن شاه زیب اپریدي قیصه لیکم … او هغه شاه زیب چې څو ورځې وړاندې د جمرود په بازار کې سره د خپل مورپلار اووژل شو … او هغه شاه زیب د چا په سترګو کې چې د ژوند خوبونه له مرګه پس هم غړیدل … او هغه شاه زیب چې د ریاستونو تر مینځ د ستراتیجیکي ګټو لپاره په جوړه شوي قتل ګاه کې قتل شو، تیر شو او هیر شو.
خو کومه کومه قیصه به کوو؟ له ټکره راواخله ، تر بابړې ، له پیښوره تر کابله ، له چتراله تر کویټې او قندهاره ، له سواته تر وزیرستانه، له پیښور د سکوله تر باچاخان پوهنتونه دا ټوله سیمه یو لوې ؛کنسنټریشن کیمپ؛
زه په پاکستان کې په دې اته شپیته کاله نه چا ښه مسلمان او منلم او نه ښه پاکستانې. زه څوک یم!
ما د اسلام په نوم وچت شوي هر بیرغ ته سلام کړیدې او تش سلام مې نه دې کړې قرباني مې هم ورکړیده خونن چې په جرګو، حجرو، تعلیمي ادارو، ښارونو، کلیو، جماتونو او د لوبو په میدانونو کې زه هم د اسلام په نوم وژل کیږم نو زه ددې خپل اسلام پوښتنه د چا نه وکړم؟
د چا اسلام اومنم؟
زه د پاکستان لپاره د خپل ورور په مرۍ غلې شوې یم، ما د خپل حق لپاره خبره هم نه ده کړې خو د پاکستان لپاره ما هر وخت دوینو نذرانې ورکړي دي ، زما خپل کور لوټ شوې دی خو ما بیا هم د ریاست پاکستان د بادارانو د کورونو حفاظت کړیدې.
خو هم د هغه پاکستان په قامي میډیا او ریاستي بیانیه کې زه بیوقوف او غدار پټهان یم.
زه کوم هیواد ته خپل هیواد اووایم؟
کومې خاورې ته خپله خاوره اووایم؟
زه خو په دې وطن کې په ژوندوني مړې یم …
په باچاخان پوهنتون برید یوازې په یوه تعلیمي اداره برید نه دی ، د پښتنو په تاریخي سیاسي مبارزه برید دی ، د هغوي په روښانه سباؤن برید دی، د هغوي په فکر او فلسفه برید دی او د هغوي په عزت برید دی.
د ریاست ذمه واري خو د خپلو وګړو د ځان، مال او عزت حفاظت وي .. او کله چې ریاست ددغه لوړو انساني قدرونو په خوندي کولو کې یوځل نه زر ځله پاتې راشي نو باید د ریاست غړي دې په خپل ځان ویریږي.
Posted by Mashaal Radio on Saturday, 23 January 2016
No comments:
Post a Comment
Inayatullah