ګوره ډوبیدونکی لمر به تور ماښام ته څه وايي؟
دا له زرو جوړ باچا زنګي غلام ته څه وايي؟
زمونږ شهید په جګو سترګو سرې پانسی ته وخندل
ګوره د تاریخ قاضي به دې فرجام ته څه وايي؟
تږی و، عاشق و، بې پروایې په سر واړول
وپوښتی سقراط چې دې د زهرو جام ته وايي؟
زموږ کابل په سپینه ورځ یو سور حمام د وینو شو
اوس سپینې کوترې دې خوني حمام ته څه وايي؟
نن یې له ډولۍ نه تکه توره ناوې کوزه شوه
اوس بې دا د حورو زومان ټول اسلام ته څه وايي؟
بیایې د حرم مارغه ته ږیره لومه، لومه کړه
ګوره د مکې صیادان دغه دام ته څه وايي؟
وينو د نجيب د شپې په تورو څڼو وشيندل
عطر د منصور خدايه لا دې مقام ته څه وايي؟
تور پنجاب يې راووست د کابل پر زړه یې کښېناوه
اوس به دې جومات حرامي دې انجام ته څه وايي ؟

No comments:

Post a Comment

Inayatullah

Tricks and Tips