توره کرښه چې باید سپینه شي..!
لیکنه: خوشحال آصفی
khoshal asefi 6 200 له ننه پوره ۱۲۲ کاله وړاندې د وخت ستر ابرځواک بریتانیا له لوري د افغانستان او د افغانانو په سینه توره کرښه راکاږل شوه. دا کرښه د افغانستان د هغه وخت واکمن امیر عبدالرحمن خان او د بریتانوي هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر هنري مورټیمر ډیورنډ لخوا وکښل شوه. د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ هغه نږدې ۲۶۴۰ کیلو متره اوږده پوله ده چې لا تر اوسه پورې نه د افغانستان د حکومت لخوا او نه هم د کرښې په دوواړو خواوو کې د میشتو قومونو له خوا منل شوې. دغه کرښه د بریتانوي هند د حکومت او د امیر عبدالرحمن خان لخوا په خپلو سیمو کې د محدودیتونو د اغیز د لرې کولو لپاره تر سره شوه.http://www.haqiqat.se/

No comments:

Post a Comment

Inayatullah

Tricks and Tips