از:
« د غیرت چغه »
جنت
د یو ملا نه می ټپوس اورکړلو
ماوی ملا صیب جنت به څه وی؟
هغه په ګیډه لاس وهل ویل یی
تازه میوی او د شودو رودونه
خواکی کتاب ته یو طالب ناست وو
ما وی چه تا به پکی څه و وایی؟
د زلیخی کتاب یی بند غوندی کړو
وی چه ښایسته حوری او شنه خالونه
شیخ د تسبو امبیل په لاس ولاړ وو
پخپله ږیره کی یی لاس وهلو
ده پری را ودانگل نه داسی نه ده
ښکلی غلمان او جنتی سرونه
یو خان په لویه سجده پروت پاڅیده
ما وی چه خان کاکا ستا څه رایه ده؟
خپله شمله یی سموه ویل یی
د سرو او سپینو عنبری کو رو نه
خوا کی یو ستړی سلیده ولاړ وو
ما وی مزدوره! ته جنت پیژنی؟
د خپل تندی خوله یی وچه کړله
وی چه مړه ګیډه خواږه خوبونه
یو لیونی غوندی په لار تیریدو
ما وی چه ای فلسفی ته څه وایی؟
خپل ببر سر یی ګروو ویل یی
بس د انسان د خوشحالو خوبونه
ما دی خپل ذره ته سر ورکشته کرلو
ده په اوترو سترگو بره کتل
دی شین آسمان ته غریدو ویل یی؛
ما اوریدل تری د یو څو لفظونه
ویل یی ای دلا مکان خاونده
پخپل مکان کی خپل اختیار جنت دی
ګنی د دغه لیونتوب په نامه
که نار وی نار که دار وی دار جنت دی
د ستر خټک اروا دی ښاد او نوم یی ژوندی وی!
No comments:
Post a Comment
Inayatullah